د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
بخت ستادراتګ ﻻرې څارمه ته به کله راځې؟ دجدايئ شپې تېرومه ته به کله راځې؟ خوب مې ليدلوماته ګل دصنوبرراکوې زړه په تعبير خوشحالومه ته به کله راځې؟ کله په سوچ کې دګلونو په باغوکې ګرځو کله دې زنې وتړمه ته به کله راځې؟ دادهجران په تروشپوکې په ماڅه تيريږي؟ تاب دې هجران نورنه لرمه ته به کله راځې ؟ ستادسفرمودې اوږدې اوترخې شوې ډېرې زه دې نږدې ﻻرې څارمه ته به کله راځې؟ زمادې بخت معشوقې ته زما وطن ته راشه بې تاوطن زه څه کومه ته به کله راځې؟ سپينې رڼاورځې مې تورې تيارې شوې راته د اصلزي دزړه درمله ته به کله راځې ؟ مالمو ١٣٨٤-٢-٢٣
د ښاغلي صابر "اصل زي" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.