د ښاغلي اسدلله "زمري" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

Home

 

زمونږ لمر

ددنګو غروله څوکو،
دلمر زرېنې وړانګې،
په خپلو سپېنو او ورېښمینو ګوتو؛
دنړۍ ور ټکوی،
لمر په ځلانده څیره،
او له خندا ډکه خوله،
هر یو رابولي د ژوندون لوري ته.
نوچې د شونډو رنګ ئې،
دسره شفق په وجود وغوړیږي،
لکه ځلانده غمئ،
وبرېښي ، وځليږي....
او د ښکلا یوه هنګامه جوړه کړي،
هر یو موسکئ شي ورته
او د ژوندون په لوري،
د ژوند دنوی سباوون په لوري،
د کار او یو ن په لوري،
پاڅی او ګام واخلي،

د مازیګر په مهال،
بیا هم په ډیره مینه،
شونډې دلمر خلا صی شې،
په سپړېدلوشونډو او غوړیدلي تندي،
د رنګېنېو او ښکلاؤ یو جهان وښیندي.
دمخه ښي په توګه،
سترګه کړي پټه او د شپې راتلو ته لار پرانیزي
او خلک آرام ته بریږدي .

ورځ وی رڼه هر چیرته،
هر څوک په ژوند وي لګیا؛
خو دلته....
د«پامیر» جګه څوکه
د« هندوکش»د غرونو دنګه ونه،
د« بابا»هسکه شمله،
د« سلیمان»د تاج ها جګه جوغه،
د« سپین غره»لوړه پرښه،
چی داسمان زړه ئې له لاسه شېن دی؛
د لمر سینه ګروي
او پرې راکاږې کرښې.
نو خندا هېره شی ترې؛
     شونډي را ټولې او تندی له قهره غوټه کاندی؛
نو ځکه
لمر
دلته سپین نه دی ، سور دی .
دلته دوړانګو پر ځای ،
له سره ګوګله دلمر،
       دوینو څاڅکي څاڅي
 

 د ښاغلي اسدلله "زمري" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.