|
کرنه
بیا دې په سترګو کې د وصل تلوسې وکره بیا مې دزړه په سر ، داور بلې لمبې وکره بیاراته راکړه د ژوندون اوبه د شونډو جام کې بیا مې د مړو هیلو په قبر ، ولولې وکره بیا دې د غږ په ترنم باندې عالم ژوندی کړه د اسرافیل غوږ کې د مینې ترانې وکره بیا دې رسا ونه د عمر باغ کې وغوړوه بیا د شمشاد په تن د سره حسرت نودې وکره بیا د خپاره کړه د ویښتو د ولونو ټول ګلونه بیا په دنیا باندې د رنګ او بوی غنچې وکره بیا دې د حسن مرغلرې په نازو وپییه په ټولو بیا دې د داغونو قافلې وکره بیا مې په مینه خواته راشه، بیا مې خپل کړه د ځان زما په ټول بدن د مينې کلمې وکره د بې مثاله ښکلا باغ دی تل بهار بهار شه د وخت غاز ته په هر ګام کې زولانې وکره دلمبو کلي له تولګې نه۹۵/۱/۲۴ |
