|
د
زړه لمن
د زړه لمن کې مې داغونه پراته پکې جهان جهان غمونه پراته د لیونتوب له کاڼو ډکه ښکاري که دي د تا دمینی غرونه پراته هری اداء دې دی پرې اور بل کړی له هره نازه دې ګلونه پراته چې مې ځولۍ کړله د وصل خیر ته ورکې د اوښکو امیلونه پراته اور ئې اخیستی دی له خپله لاسه ورته دي سوي ارمانونه پراته لږ دی قدم پکی په پام جګوه دلته د هیلو دي مات زړونه پراته |
