|
د
نارنج زړه
جنګ کې مو څیره د امن هیره شوه مونږه نه سودا د مامن هیره شوه څنګه شوخراب بهار،بهار وطن ؟ اوس ورنه سیالي د عدن هیره شوه نن د پسر لي خوند وینو وړی دی ځکه مو آرزو د چمن هیره شوه جګ فغان له کوره د افغانه دی ځکه نو خندا د غمجن هیره شوه جوش د پسرلي ، زوږ د مستۍ څه شو؟ ګل نه دروازه د چمن هېره شوه لا ده د چاودنو واهمه ګرمه ویره له هر چا د کفن هیره شوه رنګ نن د ماتم جامې اغوستې دي پر خې نه خندا ماسختن هېره شوه بو ټي لا ویده دي تورو خاورو کې خوارو نه آرزو د رستن هېره شوه پاڼه لکه زړه د افغان مړاوې ده ونې نه سیالی د هسکمن هیره شوه تور بلبل د زړه په وینو سور ښکاري ګرمه ولوله د سخن هیره شوه ناست بورا په ورانه کنډواله ژاړي مسته زمزمه د سمن هېره شوه نه څري هوسۍ په ورشو ګانو کې اوس ترینه نافه د ختن هیره شوه نه خوځي وږمه د سباوون دلته چیرته ئې سودا د چان هیره شوه نه ښکاري سیلونه د مرغانو نور تنده ولوله د شکن هیره شوه هغه د لاله و سارانۍ غوغا لاړه نن د دام او دمن هیره شوه شاخ د غا ټول مټې د ځوانانو دی پیغلو نه میله د دمن هیره شوه موج د ښکلا څه شو چې ډوب هر څه ګرمه هنګامه د ګلشن هیره شوه نه د طراوت اونه د عطرو جوش څنګه آوازه د عدن هیره شوه ډک د نارنج زړه دې له تڼاکو نه ګل او شګوفه ئې سږن هیره شوه نشته د شپې زړه کې د مستانو شور ژوند نه اوس کوڅه د وطن هیره شوه څه شول څڼور او بریتور ځلمي؟ چیرته ولوله د آتڼ هیره شوه؟ پیر د خرابات او مغان چیرته دی؟ سترګو نه څیره د پتمن هیره شوه ټول ميين د غم په جېل پریوتی دی هر یو ه نه خوښی ددیدن هیره شوه باغ او پسر لی کړ کارغه اېل ځانته ځکه نن قصه ددښمن هېره شوه له تور بورې ،ارزګان ،شادیانو نه کارنامه د زوړ تمو جن هیره شوه باز او شاهین واړه وزر ماتي دي اوس ورنه حمله د زغن هیره شوه ماتې د اتل کروړ چا مټې کړې؟ ځغاسته ئې د غشو د من هیره شوه کاڼي ئې د باران په ځای را وشیندل مونږ نه یارانه د هسکمن هیره شوه هر عاصی اوس لټه د ثواب کې شو شیخ نه واهمه د مدفن هیره شوه وخت د شرم سیند کې کړل لاهو هر څه ځینو نه سودا د لمن هیره شوه در ست افغان د ځان په غم اخته ښکاري ټولو نه سودا د وطن هیره شوه نه ننګیږی دا ویده ویده ولس کریکه نن د هر لوغړن هیره شوه ځان باندې که بلې کړی لمبې زمری نورونه ګرمې د خوږلن هیره شوه |
