|
دلته او هلته
دلته چې وینم ټول وطن دی په ګلونو کې ډوب یاد ته مې راشي خپل هیواد چې دی سرو وینو کې ډوب دلته اسمان ته د ختلو تکلونه کیږی زما ولس د شهیدانو په قبرونو کې ډوب دلته د ژوند لپاره هڅې کیږی شپه او ورځ کې هلته واړه زاړه ، ځوانان دي ټول مرګونو کې ډوب دلته مقام نه د انسان ستره نمانځنه کیږی هلته هر څه دي د وحشت په تورتمونوکې ډوب دلته ځاریږی ،یو د بل نه تش د «مینې» په نوم هلته دوه ورونه په کینو او نفرتونوکې ډوب کله به ور سیږی پای ته د افغان غمیزه ؟ کله به هم زمونږ هیواد شي سرودونو کې ډوب |
