|
چور
د وصال بزم ته راوړې جام د شونډو داسې ښکاري چې جنت ته انطهور وړې چې دې خوی ته په حسرت کې ښاپیرۍدي د هرې یوې زړه ته داغونه د ناسور وړې چې په هر پل کې د ناز بزغلي کرې د عالم د زړو نیازونه به ضرور وړې چې د شونډو غوټۍ و سپړې خندا ته غوړیدلی باغ ته ،ته د ګل تربور وړې چې ښکاره شې جنازو باندې د هیلو د ماتم محفل ته یې ته موج د سرور وړې سترګې جام ،شونډی پیاله ، تن دې ښیښه ده یو جهان تاکستان زړونه، ته په چور وړې ۱۹۹۸/۷/۱۶ |
