د ښاغلي اسدلله "زمري" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

Home

 
چېرته ځي؟

وګوره ساقي چې رندان چېرته ځي ؟
ډک د میو جام دې مستان چېرته ځي؟

خیږي زولنو نه شرنګاشرنګ څه مست
بیا د لېونیو کاروان چېرته ځي؟

غږ د تسبو ورک دی په جامونو کې
پوه شوم چې په شپو شپو شیخان چېرته ځي

بیا دیار کوڅه کې دي قطار زړونه
دا د سر سکروټو توفان چېرته ځي؟

لاره يې کږه زمونږ له مينې کړه
بیا دا مرور بهاران چېرته ځي؟

لاس اوګرېوان وینمه تل شپه او ورځ
دا سره د ښمن دوه یاران چېرته ځي؟

کور د زړه مې جوړ کړ په نامه ورته
ويې پوښتئ یارانو جانان چېرته ځي؟

ګرد يې د سفر چې کله پاک نه شو
دغه ستړی سوی ارمان چېرته ځي؟

جګه چې غوغا يې وه په هر لوري
اوس د وران وطن شنه زمریان چېرته ځي؟

زړه مې چا په خوا پورې ونه نیوه
وڅارئ چې اوس دا افغان چېرته ځي؟

 د ښاغلي اسدلله "زمري" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.