کـــور
د شعرونو لومړۍ پاڼه
غزل زلفې دې خورې ، کړه چې ويده شمه شابه کنه ! شپې ، کړه چې ويده شمه زه لکه ماشوم يمه يرېږمه زړه ته مې نږدې ، کړه چې ويده شمه خوب راغلی ګرانې ! سترګې پټې کړه دواړه ډيوې مړې ، کړه چې ويده شمه ځه کنه ؛ تصوير نه دې راووځه ختمې فاصلې ، کړه چې ويده شمه زړه ! نور د دنيا غمونه مه کوه ټول بلا پسې ، کړه چې ويده شمه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.