غزل
تا په نکريزو پر ورغوي
زما ، نوم ليکلی
ما د خپل جسم په رګ رګ کې
دا ستا ، نوم ليکلی
مونږه مجبوره ، مونږ ته
بله لاره نه وه پاتې
مونږ سر ښندنې ته په خپله
رضا ، نوم ليکلی
په ښاريه کې يوه نوې
اندېښنه خوره ده
چا د قاتل پر دروازه د
پاچا ، نوم ليکلی
پر هره لاره چې پل واخلمه
، واپس راشمه
پر هره لاره د بېلتون د
بلا ، نوم ليکلی
جلاله ! ته رښتيا ساده يې
؟او که ځان زوروې ؟
لا ، چې پر زړه دې د هغې
بې وفا ، نوم ليکلی