غزل
پاتې شه شپه ده ، دې کې
سل رنګه خبرې راځي
ګوره خطره ده ، دې کې سل
رنګه خبرې راځي
داسې به هر وختې په نه
خبره سر نه نيسې
دا يارانه ده ، دې کې سل
رنګه خبرې راځي
شپه ده ، باران دی ، زه
او ته يو او سپرلی د
ځوانۍ
لاره اوږده ده ، دې کې سل
رنګه خبرې راځي
غم ، خوشحالي ، درد او
خفګان وېش د ليکوال وګڼه
ژوند ډرامه ده ، دې کې سل
رنګه خبرې راځي
ستا له ژړا نه ځار ،
خولګۍ به درنه بيا نه
غواړم
زما توبه ده ، دې کې سل
رنګه خبرې راځي
چوپه چوپتيا ده ، غاړه را
؛ خو پام چې غږ ونه کړې
ډيوه هم مړه ده ، دې کې
سل رنګه خبرې راځي
جلاله ! ته دې له دې خپل
عمل نه ولې نه اوړې ؟
جلۍ وړه ده ، دې کې سل
رنګه خبرې راځي