کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

   د ښاغلي جلال  " امرخېل "  شعرونه
 

غزل

پړمخې پروت په ميکده کې نه يم
جانانه لا خو په نشه کې نه يم
څه وايې تا به راته نه راکوي ؟
ورته پنځه وخته سجده کې نه يم ؟
نصيبه ووايه ګناه مې څه ده ؟
چې تل په ځه کې يم راځه کې نه يم
نن مې په خپل نظر شکمن غوندې يم
نن دې د سترګو ائېنه کې نه يم
له دې نه پس درپسې نه ژاړمه
له دې نه پس دې په کيسه کې نه يم
د اسرافيل يوه شپېلۍ مو ترمنځ
درنه په لرې فاصله کې نه يم
زه درنه غواړمه پرېکړی ځواب
زه دې منطق او فلسفه کې نه يم
 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.