غزل
ناصح دې ووايي په څه ؟ چې
ملامته يمه
کفر خو نه دی تشه خوله ،
چې ملامته يمه
ته داسې سره شوې لکه ته
چې هېڅ ګناه نه لرې
زه داسې چوپ شوم لکه زه ،
چې ملامته يمه
بس ګرانې خير دی نور په
دې خبره تيږه کېږده
درته مې وويل کنه ، چې
ملامته يمه
اوس د محفل د رمز ساتل
زړګيه ستا په غاړه
ما ښکته کړي دي باڼه ، چې
ملامته يمه
د ژوند په دښته کې مې لاس
د خپل وجود پرېښوده
بيا مې تر ډېره اورېده ،
چې ملامته يمه
بېګا جلال په ميکده کې په
ځان نه پوهېده
په چغو چغو ژړېده ، چې
ملامته يمه