غزل
لکه غني ، لکه خيام ، نشه
يې سترګو کې ده
د شرابي غزل د جام ، نشه
يې سترګو کې ده
جلۍ ولاړه ده په بام ،
نشه يې سترګو کې ده
ټالۍ وهي سر ماښام ، نشه
يې سترګو کې ده
جلال پرېوځي ګام په ګام ،
نشه يې سترګو کې ده
ستا د تومت، ستا د الزام
، نشه يې سترګو کې ده
لښکر په لر وطن ډاډه په
يرغل ځکه ورځي
د بر وطن د قتل عام ، نشه
يې سترګو کې ده
زما ياران د مړ پاچا په
غلامۍ نازيږي
وايي چې ، ځه خو د نظام ،
نشه يې سترګو کې ده
مزارۍ پېغله پېښور کې
هسکې سترګې ګرځي
د خپل پښتون پښتون باګرام
، نشه يې سترګو کې ده
د دې يتيم ځلمي له سترګو
نه چې وينې څاڅي
د شهيد پلار د انتقام ،
نشه يې سترګو کې ده
په ما دې ډکې پيالې بنګ
نه څښي په شنه سبايي
په ما دې نه کوي سلام ،
نشه يې سترګو کې ده