غزل
کړې حالاتو اشارې دي
ځوانيمرګه به شې
خواته مې مه راځه خطرې دي
ځوانيمرګه به شې
څوک به دې مړه کړي لوپټه
په بلۍ مه رپوه
د خلکو سترګې درپسې دي
ځوانيمرګه به شې
پرون سهار د قضايي لمونځ
له ادا نه وروسته
درپسې کړې مې ښېرې دي
ځوانيمرګه به شې
زمابدنامه نوم په پام
اخله بدنامه به شې
بيا د سنګسار ، سنګسار
نارې دي ځوانيمرګه به شې
سيلۍ باران ، برېښنا ،
طوفان دا توره شپه ده مه
ځه
دا څه وژونکې منظرې دي
ځوانيمرګه به شې