کـــور
د شعرونو لومړۍ پاڼه
غزل خلک وا په اوښکو يې باڼه خيشته دا خو مې په سرو وينو د زړه خيشته اخ بلا رازونه به خولې وسپړي اخ په شنه سحر دې کړل وېښته خيشته ځه ! چې په ژړا کړو د زړه زور اوبه پرېږده چې باران مو کړي لامده خيشته دنګې ! د اسمان او سمندر په شان يو د بل په اوښکو يو خيشته،خيشته ژاړم، چې خپل زړه ته دې راښويه کړم نرم شي ، چې کاڼي شي د غره خيشته لاس د رقيب ستا د تورپيکي زوال زر مه شه د مسو په اوبه خيشته
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.