کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

   د ښاغلي جلال  " امرخېل "  شعرونه
 

غزل

د زړه پــه وينو پېــشــنمی کومــه
ســتا پــه يــادونو پېشنمی کومه

د ګاونډۍ د لور د خولې په شاتو
پـــه دېـوالونـــو پـــېشــنمی کــومه
څـــه بـــې اذانه روژه مـــاتـی کــوم
څــه بـــې بانـګونو پېشـنمی کومه
هــره مــړۍ زمــا پــه اوښــکو لمده
ډک لـــه دردونــو پېـــشنـمی کومه
د خپل جومات د اذان کړنګ مې په زړه
پــــه افـــسوســـونـــو پـــېشنــمی کــومــه

مور مې هم نشته چې مې زړه ونيسي
بــې خـــويــندو ورونو پېشنمی کومه
 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.