غزل
د پرهر څړيکې په شور شي ،
پټ دردونه پرې درانده شي
هديرې شي غوڅې ، غوڅې چې
روحونه پرې درانده شي
محبت چې سړی مات کړي ،
اندامونه پرې درانده شي
خپل وجود ورباندې بار شي
، خپل لاسونه پرې درانده
شي
د قاتل تخت به ډوبيږي ،
که مقتل ډک شي له وينو
او رسۍ به د دار شليږي ،
که سرونه پرې درانده شي
چې د زړه په درد شي پورته
، ورته تاب وبايلي غرونه
منعکس يې کړي صحرا ته ،
اوازونه پرې درانده شي
نور سينګار ته حاجت نه
شته ، يو شين خال پر تندي
پرېږده
هر تصوير بدرنګه کيږي ،
چې رنګونه پرې درانده
ستا غمونه دې انبار وي ،
او جلال دې وي يوازې
هغه سترګې دې ړندې شي ،
چې ګلونه پرې درانده شي