کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

   د ښاغلي جلال  " امرخېل "  شعرونه
 

غزل

دا مې د ژوند ستره فلسفه ده اوس
مينه مې په رګ رګ کې خوره ده اوس

وي دې ، بې له دې نه به نيمګړی شم
درد مې د وجود يوه حصه ده اوس

هر مدار د مرګ په نقطه وصل دی
تاوه رانه داسې دايره ده اوس

زه يې خپل تصوير نه پناه کړی يم
منځ کې ائېنه لکه پرده ده اوس

ژوند منم شيرين و ، چې ماشوم ومه
دا ميوه له زهرو نه ترخه ده اوس

حد د انسانيت مې دی په زړه تمام
هېره يې د خپل قاتل نامه ده اوس

زه اوس لکه څلی د يادونو يم
ما نه وړاندې تللې زمانه ده اوس
 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.