کـــور
د شعرونو لومړۍ پاڼه
غزل دا چې دومره پرېشانه ده صحرا ښاره ! مړه ستا له خفګانه ده صحرا ته ( زما ) په معنا ولې نه پوهېږې په ( ذره ) باندې ودانه ده صحرا ما د ښار شور ته ورغورځوي چې مړ شم له پښو نه مې روانه ده صحرا لکه زه چې ستا د سترګو په لټون يم هسې کله سرګردانه ده صحرا د مجنون د ياد پلونه يې وروران کړل مروره له بارانه ده صحرا د خفګان پر وخت يې تل غېږ ته ورولېږم لکه مور راباندې ګرانه ده صحرا
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.