کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

   د ښاغلي جلال  " امرخېل "  شعرونه
 

غزل

داچې درګرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه
د زړه له درده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه

د عشق هندارې خړوي ، د هوس باد را الوتی
له دغې ګرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه

هغه غله سترګې بيا راغلې ده ، لږ پام په کار دی
هغه بهر ده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه

قاتلې ! کوم ساده د لمر په وړانګوپرخه سپاري ؟
ته يې نامرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه

داسې بې واره چې راګورې ، نو څه چل خو شته دی
ځکه په زغرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه
 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.