کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

   د ښاغلي جلال  " امرخېل "  شعرونه
 

غزل

د اينې مخې ته سترګې توروي او خاندي
د چا وژلو لره ځان تياروي او خاندي

هغه اسمان چې مونږ ترې تمه د پنا لرله
هغه پر مونږه تندرونه غورزوي او خاندي

دوی د سپېڅلي لېونتوب له رازه څه خبر دي ؟
دا خلک پرېږدئ چې بس کاڼي وروي او خاندي

دې ته پرون ما د خپل زړه خبره سپينه وکړه
دا جينۍ ګورې ! دا چې سترګې ټيټوي او خاندي

ستړی ، ستومانه مسافر کلونه پس راغلمه
مور مې راغاړې وته ، اوښکې تويوي او خاندي

جلال ساده دی لا د دروغو په چل نه پوهېږي
کله چې دروغ وايي نو سترګې اړوي او خاندي
 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.