غزل
بيا د ظالم چنګېز نظام دی
خوله ګنډلې ښه ده
زما په هر لوري سلام دی
خوله ګنډلې ښه ده
لښکر اخته په قتل عام دی
خوله ګنډلې ښه ده
او د بادشاه دغه پيغام دی
خوله ګنډلې ښه ده
چاته نعرې د زنده باد
ووهو څوک مخکې کړو ؟
هر يو د سر سړی غلام دی
خوله ګنډلې ښه ده
دا په خندا چې مرګ ته
درومي خلک غاړه غړۍ
دلته د ژوند عزت نيلام دی
خوله ګنډلې ښه ده
زما به ځای کړې بيابان ،
ورک به شم چوپ شه ګرانې
مينه په دې ښار کې الزام
دی خوله ګنډلې ښه ده
مونږه يو تل د خپلې برخې
په غوښتلو کافر
مونږه خو تل کړی ناکام دی
خوله ګنډلې ښه ده
د ده په نوم به تهمتي شې
د ده نوم وانخلې
ستا امرخېل غريب بدنام دی
خوله ګنډلې ښه ده