د ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

د ګل آغا احمدي وردك لنډه پيژندنه

نوم مې ګل آغا احمدي وردك دى او په ۱۳۴۵ هجري لمريز كال د وردګو د ولايت د جغتو د ولسوالۍ د ګلدرې يا پخواني كنده كول د ليګي باباخيلو په كلي كې زيږيدلى يم چې د ۱۹۶۶ ميلادي كال سره سمون خوري.

لومړنۍ او ابتدايي زده كړې مې د كلي په جومات او په خپل كور كې له خپلو والدينو او مشر ورور دوكتور بهاوالدين بها څخه تر لاسه كړې دي او په ۱۳۵۱ هجري لمريز كال په سيمه كې د ګوربت منځنۍ ښوونځۍ ته شامل او تر اووم ټولګي پورې مې خپلې زده كړې په نوموړې ښوونځۍ كې مخته بيولې دي خو د ۱۳۵۸ هجري لمريز كال په پسرلي كې هغه مهال چې زه په آتم ټولګي كې وم د شوروي پلوه رژيم په مقابل كې د افغانستان د ولس وسله وال پاڅون پيل شو چې ورسره جوخت د ګوربت د منځنۍ ښوونځۍ دروازه هم د زده كوونكيو پر مخ و تړل شوه.

د ۱۳۶۲ هجري لمريز كال د عقرب په مياشت كې پيښور ته مهاجر او تر دولسم ټولګي پورې مې زده كړې د مجاهد په ليسه كې تر سره كړې په ۱۳۶۷ هجري لمريز كال په پيښور كې  د ښوونكيو د عالي دارالمعلمين څخه مې فراغت حاصل او د وو كلونو لپاره د هيواد په آزادو سيمو كې د يوې خيريه موسسې په مرسته وكولاى شول چې په غزني، وردګو، پكتيا او پكتيكا كې د هيواد د ورانو پوهنيزو بنسټونو د بيا رغولو لپاره ځنې ګامونه پورته كړو چې په دې لړكې په سيمه كې د ګټورو ښوونځيو تشكيل ته لاره هواره او په وردګو او غزني كې د ځينو ښوونځيو په جوړولو بريالي شوو چې وروسته يې بيا د ليسو شكل غوره كړ چې په وردګو كې د ګوربت د ښوونځۍ په ځاى د امام ابوحنيفه د ليسې رامنځته كيدل د ساري په توګه يادولى شو.

په ۱۳۷۰ هجري لمريز كال په پيښور كې د ساينس او تكنولوژۍ د اسلامي پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ ته شامل او په ۱۳۷۳ كال له نوموړي پوهنتون څخه په ذكر شوې څانګه كې د ليسانس په اخيستلو بريالى شوم.

په همدې توګه په ۱۳۸۲ كال په پيښور كې د پريسټون له پوهنتون څخه د عامې ادارې په څانګه كې د ماسترۍ په لاسته راوړلو بريالى شوم.

په ۱۳۶۷ هجري لمريز كال د عالي دارالمعلمين څخه تر فراغت وروسته مې په مسلسل ډول په مختلفو پوهنيزو او ټولنيزو موسساتو كې د ښوونكي، اداري مسئول، محاسب، د كتابتون د مسوول، ليكونكي او ژباړن په توګه دندې سر ته رسولې دي او په اوسني وخت كې د افغانستان د ځوريدلو خلكو د خدمت وياړ لرم.

په همدې توګه مې د هجرت په ديار كې د زياتو علمي او فرهنګي غونډو او بهيرونو په ادبي بنډارونو كې منظم ګډون كړى د چې د افغان ادبي بهير، ادبي انجمن، ميوند ادبي بهير او داسې نورو نومونه يادولى شو.

د ليكنې ډګرته مې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۱ هجري لمريز كال هغه مهال سر ورښكاره كړ   چې د افغانستان مسلمان ولس په هيواد كې روس پلوى رژيم نسكور كړ او تر اوسه پورې مې د پښتو شعر پنځه ټولګې برابرې كړې چې لومړى ټولګه مې د ارمانجن په نامه په پيښور كې د دانش د خپرونديې موسسې له خوا زما په خپل شخصي لګښت چاپ شوې او زما د ټولو ليكل شوو او ژباړل شوو كتابونو شميره ۱۵ ټوكو ته رسيږي چې لنډې كيسې، تاريخي، سياسي، او ټولنيز موضوعات  پكې رانغښتل شوي او د چاپ انتظار باسي.

 


 

د ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.