د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
ساقي
ستا د مينې په زانګو كې زه ماشوم واى زنګېدلاى تا للو للو كولاى زه مسكى مسكى كېدلاى
چې د خيال وړې منګولې مې واى ډكې ستا له زلفو ستا د سرو شونډو انوارو زما شونډې ښكلولاى
يو رنګين تصوير پوښلى د ټالونو هر بهير واى تا زما سترګې كتلاى ما د تا سترګې كتلاى
په بنډار د محبت مو د خوښۍ خيمه واى پلنه ما وړې غاړې كولاى تا جار جار راته ويلاى
د ډيوو كالي پوښلي ترنم واى ستا سپېڅلي ما پخپله وړه ژبه هم د خداى صفت كولاى
په هر ګوټ د ښكلولو كې دې داسې ساقي ناست واى ته بيداره راته ناسته زه د خوب نړۍ ته تللاى
د ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.