د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
سباوون
لمر چې غېږ كې نړۍ ونيسي سهار شي طلايي فرش پرې د وړانګو راهوار شي
نوى يون شي د ګلزار په پګړۍ پورې د بلبلو د سندرو شرنګهار شي
ښكلې وړانګې ځي د پرخې تر څنګ كښيني په عطري جامه كې غېږ په غېږ دلدار شي
يو بدن او يوه نغمه شي دواړه درومي ګل يې لاس تر لاس نيولى د بڼ هار شي
نوې هيلې د مستۍ جامونه نوش كړي ور روانې د ښكلا په لاله زار شي
نوې ورځ، نوې دنيا، نوى موسم شي نوې سيمه، نوې ځمكه، نوى ښار شي
د تورتم په سينه سپنې وړانګې پورته "احمدي" سباوون ستا د مينې يار شي
د ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.