د ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

د آرمان غونډۍ

ځوښ د مينې مې د زړه د هر يوه رګ په جريان راغى
په ټټر چې شرنګېدونكى د پاوليو كاروان راغى

سرخي كښيناسته د هيلو د غوټيو په سرونو
چې يې خوا ته بيا د وصل له آسمانه باران راغى

غېږ په غېږ شول اميدونه له ډيوو سره خوښۍ كې
په خندا خندا د سپين سهار سپېڅلى جانان راغى

له بدن يې كړې را تاو نرمې منګولې د رڼاوو
د بېلتون تورو بلاوو ته خطر د فقدان راغى

سره ګلان د پيوستون يې په وربل خښ وو بې شمېره
د موسكا راز يې رخسار ته په هر ټا كې مهمان راغى

"احمدي" يې تر لاس و نيو د ښكلاوو يوه بهير ته
چې د لمر څرك يې راخور بيا په غونډۍ د آرمان راغى


 

د ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.