د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
افغان زلمى
كه مې د زاڼو ټولګى را نه ووست بهار به نه يم كه مې رڼا ته غېږه ورنكړه سهار به نه يم
كه مې د ګلو په ډولۍ باندې لاس وا نه ړول كه مې ګېډۍ ګېډۍ غنچې نه كړه ګلزار به نه يم
كه مې د بڼ په سر هوار نه كړل زرغون پړوني كه لوړ له ټولو ښكلو نه شومه چنار به نه يم
كه د نڅا په پلوشوكې مې ګلشن نه شو پټ كه مې سندرې پرې خورې نه كړې سيتار به نه يم
كه مې د سولې اشرفۍ ورته ډالۍ نه كړله كه يې له غاړې نه راتاو نه شومه هار به نه يم
كه د تورتم تخمونه ورك ما له دې خاورې نه كړه افغان زلمى " احمدي " زه د دې ديار به نه يم
د ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.