غزل
څومره ژور مې زړه ته کېوتلې څنګه زړه ور مې زړه ته کېوتلې ما وې چې ښه ډېردرته وګورمه په يو نظر مې زړه ته کېوتلې يو هنګامه مې زړه کې جوړه شوله په شور و شر مې زړه ته کېوتلې مينې شتمن دې کړم خيرونه د ې وي لکه سره زر مې زړه ته کېوتلې واه د ښکلا ملکې څه دې وکړل څه په هنر مې زړه ته کېوتلې سکڼی ماښام دې راته ښه رنګين کړ زيړ مازيګر مې زړه ته کېوتلې د ښکلا بُت دې په کې وتراشلو لکه آذر مې زړه ته کېوتلې |