غزل
نشه ده د شرابو په رگ، رگ کې مې خوره ده سندره چې زما د تخيل په تال سپره ده نظر مې ښکلا وزيږوي کوم لور ته چې گورم له کله نه چې ښکلې مې په سترگو کې ديره ده چې تا په گلورين نظر يو وارې ورکتلي جانانه د زړه سيمه مې اوس ټوله گلدره ده يو څوک راغلل ژوندون يې د مرگي نيزه کې يوړو دا پورې کلی وگوره چې واړه هديره ده د روغې څه خبره به يې باز سره وي شوي کوتره چې په شين سهار د بام په سر ښکاره ده |