غزل
مهاجر زړه مې خوشحالي يوه زره نه لري په ځمکه ستوری په هوا کې ستاره نه لري په مرګ يې نيسي، غاړه تبې ته مجبوره کيږدي د زمانې له ستمګرو نه چاره نه لري موږه د داسې بد نصيبه قبيلې وګړي زموږه مړي ګډ ښخيږي هديره نه لري اوس د اذان ازانګې ټول کلي ته نه رسيږي زموږ جومات يې شهيد کړی مناره نه لري راځه چې پاتې زنده ګي په محبت تېره کړو نفرت ښه نه دی آشنا مينه خساره نه لري |