غزل
مينه مې داسې په دايره کې واخلي لکه بين مار چې مار هوده کې واخلي د مازديګر وعدې ته نه رسيږي د ديدن تنده مې غرمه کې واخلي ښکلې ګناه ته مې رابولي ساقي رانه توبه په ميکده کې واخلي د عزرائل به دا احسان ومنم که رانه ساه ستا په کوڅه کې واخلي زما په زړه داسې قبضه واچوه لکه ښامار چې لال ولجه کې واخلي سترګې يې سرې شي په چا خيال نه کوي ” باز “ چې کوتره په پنجه کې واخلي |