غزل
لاس او پښې وهمه ستړی ستړی يم مينه کې دې هسې اوبو وړی يم مه مې غورځوه د غورځيدو نه يم و مې کره شين به شمه زړی يم مه ويريږه خوله مې نه شته نه دې خورم زار نه لرم، مار نه يمه، پړی يم ما باندی احسان چې وخته ونه کړې زه مې د ژوندون په اوږو مړی يم سيوری مې په سر د پسرلي ګرځي شکر د وږمو د بهير غړي يم |