غزل
لږ يې راويښ کړه دې ويده ارمان ته لاس واچوه راشه دا ځل زما د زړه گريوان ته لاس واچوه راته د سپينو سپينو ستورو اميلونه راوړه د کائيناتو دې خواره جهان ته لاس واچوه ترينه ولجه کړه د سندرو غرونه غرونه اوښان د غزلونو اوښبانه کاروان ته لاس واچوه چې د وختونود ناسازو نه څه غچ خو واخلو جانانه نن خو دې تراخه دوران ته لاس واچوه چې د رقيب له زړه سوی سوی دود وخيژي ” عابده“ دا ځل دې خواږه جانان ته لاس واچوه |