غزل
له زړه نه درته وايمه د ځان په څير مې خوښ يې جانانه په والله چې د ايمان په څير مې خوښ يې د مخ فضا دې ټوله سندريزه غوندې ښکاري د سپينو رڼو ستورو د آسمان په څير مې خوښ يې د زړه تاخ کې دې ساتم تقدس دې په ليمو وړم باور وکړه جانانه د قرآن په څير مې خوښ يې ” سالکه“ آشنا څنگه رانه ليرې، ليرې گرځې؟ ” نثار“ زما ياره د ” کاروان په څير مې خوښ يې د ښکليو په څير ښکلی يې غزله د ”پسرلي“ د مينې د کيسې او د رومان په څير مې خوښ يې |