غزل
له زړه مې ارمانونه ستا په لاره ځي په منډه يو څو ليوني ستوري له مداره ځي په منډه پرون مې تلوسه د نن په تمه زياتيده خو نن چې راغی ښکلی شو ناگاره ځي په منډه يو چا په ميکده کې وچې شونډې شپه رڼه کړه يو څوک چې بلا نوش و له خپل واره ځي په منډه هغه د يو ديدار په خاطر سر تلي کې اخلي چې ژوند يې مينه مينه وي تر داره ځي په منډه زما د زړه له خُم نه يې يوه څکه ونه کړه په ناز په کرشمه رانه ميخواره ځي په منډه |