غزل
د ژوند نغمه مې د ستار د ترنګ خبرې کوي چې د ښکلوکو پر سينه لونګ خبرې کوي اوس به د چا د خيال تصوير په کې ذرې ذرې شي د زړه هيندارې ته مې څوک د جنګ خبرې کوي يارانو تاسې به دُعا کوئ چې سر ونه وخوري د شمايلې د راوړو ملنګ خبرې کوي د ژوند تيارو کې و تنګ شوی د رڼا ليونی د ډيوې څنګ کې يو شهيد پتنګ خبرې کوي زړه مې نری شي غريو مې ونيسي له حاله وځم چېرته مين چې د بنګړو د شرنګ خبرې کوي |