غزل
د ژوند مسته نغمه چې له ربابه راوتله د مينې ولوله مې له شبابه راوتله زم زم خو به چا نه وي په مينا کې اړولي؟ بيگا شپه چې وږمه يې له شرابه راوتله د تندې تلوسه مې وار له واره زياتيدله ها ښکلې چې يارانو له سُرابه راوتله پرون چې د مطرب له ترنگه څه مې اوريدلي هم هغه مسئله نن له کتابه راوتله کوم چا به په پنجره کې بنديوانه وي ساتلي کوتره خو به ”بازه “ بې حجابه راوتله |