غزل
د زنده گۍ غمونه واړه مې له زړه راټول کړم چې کور ته لاړ شم په سينه باندې واړه راټول کړم په تصور کې زه ماشوم شم په کړڅو کی گرځم سکڼی ماښام وي چې خوږلن له تناره راټول کړم کله نا کله زه په ورانو گودرونو گرځم کله ښايست له ټول جهانه په ليمه راټول کړم لږ مې د زړه درزا ته لاس ونيسه سود به مې شي د ارمان ټپ به ستا د گوتو په چاړه راټول کړم خوايزده چې څه توپان په سترگو کې جانان راوړی چې راته وگوري بې واکه مې باڼه راټول کړم ستا د ښايست د اسمانڅکو په لور نيت مې کړی باز يم وزرونو کې به دوه ستوري راڼه راټول کړم |