غزل
د سپوږمۍ چمبه راواخله، ورته ستوري په ګډا کړه مرورې دي سندرې، لږ يې توري را پخلا کړه په نظر راباندې وڅښه، د ښکلا د مۍ جامونه اوږده غاړه صراحي کړه، اموخته مې په صهبا کړه د زړګي په للمه دښته، د ارمان زړي کرمه د باران په شان ورګږه، چګرته شنه مې تمنا کړه تخيل کې جوړومه، ستا د مينې د ښکلا بُت بُتکده د خيال حرم کړه، لږ خو ما د ځان په خوا کړه څنګه غلی ناست يې ” بازه“ وزرونه دې خواره کړه د کوترو سيل تيريږي، څه خو شور څه خو غوغا کړه |