غزل
د غم ماښام په مازديګر راغی خدايه څه تندر په ګورد راغی د بورو شور په هديره کې و جوړ چاته راته ويلې چې اختر راغی زما د قتل اراده يې کړې جانان د لېچو په خنجر راغی د زړه پر ځمکه کرونده پخوي ښکلی په شان لکه د لمر راغی د خيال وزر مې ستا په مينه شو خور سروش د شعر مې په هنر راغی |