د ښاغلي اباسين "يوسفزي " شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

غزل

کړي خوشبویانې چې هر څوک په دغه لاره راځي
ماله جانان د سرو ګلونو له ګلزاره راځي

ستا د خوږو خوږو خبرو جادو نه ماتووم
ګنې خبرې کول ماله هم بې شماره راځي

یو د فطرت له مخه بل د ریاضت له مخه
مینه یو دم راځي او عقل په قلاره راځي

دا به ښه نه وي چې په سترګو کې خبرې وکړو ؟
وا لله چې اوس راله نور شرم له ریباره راځي

هر څه به پرېږدمه خو مینه پرېښوودل نه کیږي
دې کې یوې نه بله څړیکه مزه داره راځي

د میدانونو جل پري یې جل نیولې ښکاري
دا
اباسین ځکه په منډه له کوهساره راځي


 

 د ښاغلي اباسين "يوسفزي " شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.