د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل
هسې د انسان سترګې نهرې دي هغه څه حسین ښکاري چې لرې دي نن مې د عمرونو تنده ماته شوه شونډې مې په خپلو وینو ترې دي چېرته چې اخلاص په خروارونو دی دا د پښتونخواه کندې کپرې دي چاته چې احساس د محبت نه وي هغه زړونه کاڼي دي کمرې دي ستا د حسن ذات یې سرچینه ګڼم درد دی ، که سرور دی که سندرې دي غر د اباسین مخې ته هیڅ نه وي دا ډیرې وړې وړې خبرې دي
د ښاغلي اباسين "يوسفزي " شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.