د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل
ګل به وي نسیم به وي دلبر به وي زه چې ویلې کیږم نو سحر به وي پام کوه جانان د یو نه زیات نشي زړه به دې کعبه نه وي مندر به وي سر یې د تنې نه چا بېل کړی دی چېرته څوک ولي یا سخنور به وي دومره نزدیکیت مې بې وفا نه کړي یاد به دې خفه وي مرور به وي شعر د وږمې غوندې بې واکه وي یا د اباسین غوندې ژور به وي
د ښاغلي اباسين "يوسفزي " شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.