د ښاغلي اجمل ( اند ) شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

Home

 

پاچاته !

خدای خبر چې زه به څومره ګناګار يم
جوړې کړي مې بلا تورې او زغرې
زه د دې ښار يو سپين ږيری اوستاکار يم
ما ليدلي دلته توک په توک لښکرې.

دا مــــــــاڼۍ کله ودانه کله ورانه
ما ليدلي پاچاهان تللي راغلي
کله نورو دروازې ورماتي کړي
کله خپلو په کې خپل خلک وژلي.

نو پاچا ! هسې خبر رانه اوږدېږي
اوس دې تاته په سل وارې مبارک وي
د پرتم توغ دې تر ډېره رپاند اوسه
او خمان دې له ياقوتو درته ډک وي.

دلته ډېرې واکمنۍ دي ما ليدلي
چې شاهان يې له تختونو پرځېدلي
ما لېدلي ورونو ورونه ړانده کړي
او تاجونه له سرونـــــــو غورځېدلي.

زما ياد دي ولسونه پارېدلي
قيامونه ، پاڅونونه ښورېدلي
دربارونه په سرو وينو کې لړلي
ښايستونه له ښارونو نه لوټلي.

دا ولس څه عجيبه شانې ولس دی
په چا جوړې دي ګنبدې منارونه
ها چې خپله يې له تخته غورځولي
په ډېوو باندې يې لمانځي زيارتونه.

ځينې ځينې يې په زړونو واکمني کړي
دي کلونه له مرګ وروسته هم ښاغلي
خو د ځينو يې بيا شناختې نړولي
والله مړي يې له قبر نه ايستلي.

نو پاچا پام دې د خدای وي- پام دې اوسه
” دلته دم او قدم دواړه په حساب دي“
دلته خلک په جلا ژبه پوهېږي
چې يې هغه ژبه زده وي نو کامياب دي.

څه مې وې چې مې خبره هېره نه شي
دلته ډېر خلک په غرونو کې اوسېږي
د دې ړنګ ښار له ګردونو نه وراخوا
په چينو او چينارونو کې اوسيږي.

لا په خونو کې د تېلو ډېوې سوځي
او د خټو په کورونو کې اوسېږي
په لاسونو کې ټوپک ، خولو کې ټپې وي
جنګيالي دي خو په مينه هم پوهېږي.

شور يې نشته اوس يې وچ دي مست رودونه
نه يې پاتې دي چينې- نه چينارونه
د وطن بازان يې نورو خلکو وړي
رېبل شوي يې د غرونو ګڼ ځنګلونه.

دا وګړي ډېر سپېڅلي ساده ګان دي
په يوه موسکا د ګل غوندې غوړېږي
خو د جنګ ډګر کې هم بيا شنه زمريان دي
په وړو وړو خبرو راپارېږي.

که خبر شول چې په ښار کې رسوايي ده
بې لښکرو د پرديو واکمني ده
بس په هر څه کې له هر څه ازادي ده
د ايمان، پت او عزت سوداګري ده.

که خبر شول ژڼي هسکه غاړه نه وړي
که خبر شول چې يې ښار بيا پردی شوی
که خبر شول نه شملې نه لوپټې شته
نو به وايي چې پاچا لېونی شوی.

بيا به ګورې نغارې به را ډنګېږي
بيا به ګورې ولسونه به خوځېږي
تندرونه به په شنه اسمان غورځېږي
بيا به ګورې له قبرونو به لټېږي.

ګيليټي به له تېرانو نه راوځي
بيا به ګورې چې ښارونه به ورانېږي
بس يو موج به د نفرت او د غصې وي
بيا به ګورې ښايستونه به لو ټېږي.

واه ! پاچا ستا خو پر ټنډه خولې راغلې
پاچايي په ډېرو لويو زړونو کېږي
”چې فکرونه له سرونو نه واړه شي“
نو تاجونه له سرونو نه غورځېږي.

٢٠٠٥-ډيسمبر – ١٢ کابل
 

د ښاغلي اجمل ( اند ) شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.