د ښاغلي اجمل ( اند ) شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

لېونی

څو به د شپو په تنابو کې زانګې
ژونده تر څو به په تيارو کې زانګې

حسنه! منم خپله مغروره نه يي
خو کبرجنو اننګو کې زانګې

احساسه! خود پرې لولپه شوي وسوي
لکه لوګې تل په لمبو کې زانګې

زړګيه! دې کې ګنا ماته څه ده
ته يې په خپله په بڼو کې زانګې

اجمله خود دې لېونی بولي اوس
پر لار روان د خيال ټالو کې زانګې

د ښاغلي اجمل ( اند ) شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.