دا زړه ، هغې نارې کړې چې له چا
نه پاتې شوی
ما ژر ټټر ته لاس کړ ، ما وېل ما
نـه پاتې شوی
راځه! چې د يو عشق په نوم له سره
لمونځ شروع کړو
له ما نه هم دا ډېر عمر جانانه
پاتې شوی
ښايست د دنګو نجونو د چيلم په
لوګي پلوري
د کلي په خانانو کې ناځوانه پاتې
شـوی
سرخې مې په لېمو کې څه د بنګو
خومـار نه دی
بل اور دی چې د اوښکو له کاروانه
پاتـې شوی
په شونډو کې ټپې لاس کې ټوپک
سترګو کې اوښکې
عادت دی را ته داسې د بابا
نه پاتـې شوی
په ياد مې دي يو وخت را ته دا زړه
يو چا داغـلو
دا ټپ مې په سينه له ډېر پخوا نه
پاتې شـوی
هاۍ!!! ودريږه لږ تم شه کنه خون
به په ځان واخلې
وروستی ګل مې په ګوتو کې توپانه
پاتې شــوی