د ښاغلي اجمل ( اند ) شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

Home

 

هېنداره

اوس په اوبو کې څېره ګورم د تصوير قاتلان
ماسره کله په جېبونو کې هېنداره پرېږدي

دوی له تنکيو ستونو باسي لاهوتي سندرې
ستا ګناهنګار تارونه چېرې نو سيتاره پرېږدي

هغه لېمو کې د موسې په څېر تا ثير ګرځوي
هغه ته سيند په منځ بيلېږي ورته لاره پرېږدي

وايي کوڅو ته دې زړو بګوو لاره کړې
دا اوازه ده ، خلک ټول تا ړنګه ښاره پرېږدي

ورسره غاړه غړۍ ټوله شپه ټپونه ژاړي
اند چې د خونې ډېوې بلې تر سهاره پرېږدي

٢٠٠٢- اګست – ٢٣ پېښور
 

د ښاغلي اجمل ( اند ) شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.