ګونګی
ټکه پرېوتې په ژوندون ټول
کارو بار ګونګی دی
کلی مو ګونګ شو ، غر مو
غلی دی او ښار ګونګی دی
چې منصوري عشق يې د حق په
نارو ولمانځلو
دا نو بيا چا ويل چې رسۍ
ګونګه ده ، دار ګونګی دی
د چا مين سوې ټپې ورسره
غبرګې نه شوې
زموږ حجره کې له مودو
مودو سيتار ګونګی دی
چې د چا سترګو ته په
سترګو کې خبرې کوي
يا خو مئين دی يا خو
خامخا اوښيار ګونګی دی
د ميرو تږی د توتيانو سيل
پرې نه کوزيږي
د کلي رود له شوره ولوېده
چينار ګونګی دی
اوښکې به اوښکو ته د کوم
يرغل کيسه تېره کړي
زما ژبه پرې ده د توتي په
شانې يار ګونګی دی
١٣٧٧٧/٨/٤ خوګياڼي ، توتو