د شعرونو لومړۍ پاڼه
کــــــــــور
غزل کله مې ډاګ له ډاګې ولي کله غېږ راکوي جانانه عشق دې د پيريانو د اثر په څېر دی کلونه وشول په کې ورکې ورکې لارې ګوري څوک مې په زړه کې د يو ستړي مساپر په څېر دی د پرهرونو پيغلې هر ماښام راپنډې وي پرې زما دا زړه هم سم د کلي د ګودر په څېر دی ما وې څوک ستړی دی پر زړه مې دمه ځای لټوي دا خو پرې بت راتراشي دا خو د ازر په څېر دی چې چا يې ونې، چايې کاڼي، چا مرغان ولوټل زمونږه ژوند هم د تالا والا سپين غر په څېر دی ماښام دې نه راځي له شونډو يې رنګونه تښتي جانان خو ټول د کوکنار ګل د مازيګر په څېر دی يوازې تا باندې يې هېڅ منتر اثر ونه کړو کنه نو اند خو د بنګال د جادو ګر په څېر دی
د ښاغلي اجمل ( اند ) شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.